په خوست ولايت کې دوه ښوونځي پرانيستل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128938-په_خوست_ولايت_کې_دوه_ښوونځي_پرانيستل_شول
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ټولو افغان ماشومانو لپاره د باکیفیته زده کړو په اړه ټینګار او ملاتړ کړی دی.
(last modified 2023-03-04T03:31:17+00:00 )
Mar 04, 2023 07:59 Asia/Kabul
  • په خوست ولايت کې دوه ښوونځي پرانيستل شول

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ټولو افغان ماشومانو لپاره د باکیفیته زده کړو په اړه ټینګار او ملاتړ کړی دی.

په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال په رانژدې کېدو سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د خوست ولایت په «قلم وال مېنه» سیمه کې د هلکانو او نجونو لپاره د دوو ښوونځیو د پرانیستلو خبر ورکړ.

افغان غږ خبری آژانس وایی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نن په خپل ټویټر کې لیکلي چې د خوست ولایت په قلعه وال مېنه کې یې د هلکانو او نجونو لپاره دوه ښوونځي پرانیستي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ټولو افغان ماشومانو لپاره د باکیفیته زده کړو په اړه ټینګار او ملاتړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې، چې دوی په افغانستان کې د بنسټیزو، هر اړخیزو او دوامداره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره کار کوي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې لا هم تر بلې خبرتیا پورې تړلې دي.