د ایټالیا په اوبو کې ۳۲ افغانان ډوب شوي
په ایټالیا کې د افغانستان سفارت په یوه ټوېټ کې ویلی چې د ایټالیا په سویل کرتون ښار کې د ډوب شویو کډوالو د هویت تر تایید وروسته د ۳۲ وژل شویو افغان اتباعو هویت ترلاسه شوی دی.
په ايټاليا کې د افغانستان سفارت وايي، د ايټاليا په سوېل کې د کروتون په ښار کې د ډوب شويو کډوالو د هويت تر تاييد وروسته، تر اوسه د وژل شويو افغانانو له ډلې ٣٢ يې پېژندلي دي.
افغان غږ خبری آژانس وایی په ایټالیا کې د افغانستان سفارت په یوه ټوېټ کې ویلی چې د ایټالیا په سویل کرتون ښار کې د ډوب شویو کډوالو د هویت تر تایید وروسته د ۳۲ وژل شویو افغان اتباعو هویت ترلاسه شوی دی.
سفارت زیاته کړه چې په روم کې د افغانستان سفارت مشر د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت له استازي سره په کتنه کې له افغان کورنیو سره د همکارۍ په برخه کې د اړتیاوو د پوره کولو غوښتنه وکړه.
د دغه سفارت د معلوماتو پر بنسټ، له پېښې وروسته د دغه هېواد ۵ ښاریز د کروتون په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
په همدې حال کې یو شمېر افغانانو د یونان په اوبو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د يادونې وړ ده، چې د بې وزلۍ او بی روزګارۍ په څېر د مشکلاتو له امله ډېر وګړي په غیرقانونی توګه کډوالي کوي او لا هم په ميليونونو افغانان په لوېديځو هېوادونو کې په بې وزلۍ کې ژوند کوي