په هرات کې د داعش شپږ غړي ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128944-په_هرات_کې_د_داعش_شپږ_غړي_ووژل_شول
دغه عمليات دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ له خوا ترسره شول .
(last modified 2023-03-04T04:15:22+00:00 )
Mar 04, 2023 08:43 Asia/Kabul
  • په هرات کې د داعش شپږ غړي ووژل شول

دغه عمليات دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ له خوا ترسره شول .

په هرات ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د داعش ډلې پر یوه پټنځای برید کړی او شپږ مخالفین یې وژلي دي.

د هرات د والي ویاند مولوي نثار احمد الیاس دغه خبر تاییدوي او وايي چې امنیتي ځواکونو د داعش ډلې پر یوه پټنځای د هرات ښار په څوارلسمه ناحیه د رباط کابلی ها په سیمه کي د ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره شول.

دوي زياته کړي: دغه عمليات په برياليتوب سره پاى ته ورسېدل او په نتيجه کې يې د يوې ښځې په ګډون شپږ تنه مخالفين ووژل شول.

مولوي الياس دغه راز يادونه وکړه: له دغو مخالفينو څخه يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د هرات د والي وياند دغه راز وويل: په دغو پوځي عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او طالبان هڅه کوي چې د ټول هېواد امنيت تامين کړي.

دغه عمليات دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ له خوا ترسره شول .

ویل کیږي چې دا دویم ځل دی چې امنیتي ځواکونو په هرات کې د داعش پټنځایونه په نښه کړي او د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې یې له منځه وړي دي.