دافغانستان په ۶ولایتونو کې زرګونو کورنیو ته مرسته ویشل شوې
د دې ترڅنګ بیا دافغانستان شمالي لور پنجشېر ولایت کې هم (۵۰۰) اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه چې هرې کورنۍ ته (۲۹۰۰۰) زره افغاني ورکړل شوې.
دافغانستان په پنجشېر، لوګر، میدان وردګ، لغمان، زابل او هرات ولایتونو کې له (۶۵۶۰) بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي مرسته ترسره شوه.
په لوګر ولاست کې د یونیسف مرستدویې موسسې په مالي ملاتړ له (۳) زره بې وزله او یتیمو ماشومانو سره د ژمنیو جامو مرسته وشوه.
د دې ترڅنګ بیا دافغانستان شمالي لور پنجشېر ولایت کې هم (۵۰۰) اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه چې هرې کورنۍ ته (۲۹۰۰۰) زره افغاني ورکړل شوې.
همداشان د افغانستان لویدیځ لور هرات ولایت ځو چیرته چې د دې ولایت په (پشتون زرغون) ولسوالۍ کې له (۶۰۰) اړمنو کورنیو سره د (۴) قلمه خوراکي توکو مرسته وشوه.
همداشان یو دوه نور ولایتونه هم پاته دي میدان وردګ او زابل .
دمیدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې له (۲۰۰) کډوالو کورنیو سره د (۵) قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
او دغه راز د لغمان په (دولت شاه) ولسوالۍ کې له (۳۹۰) اړمنو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه چې هرې کورنۍ ته (۳۵۰) امریکایي ډالره ورکول شول.
او پاته شو زابل، د دې ولایت په (شاه جوی ) ولسوالۍ کې له (۱۸۷۰) بې وزلو کورنیو سره د (۶) قلمه خوراکي توکو مرسته وشوه.
باید وویل شي چې یونیسف مرستندویه موسسه تل په افغانستان کې په مختلفو برخو کې خپلې مرستې جاري ساتلي دي .