ملګرو ملتونو له طالبانو څخه د نجونو د زده کړو غوښتنه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129042-ملګرو_ملتونو_له_طالبانو_څخه_د_نجونو_د_زده_کړو_غوښتنه_کړې
د ملګرو ملتونو د لوی منشي مرستیالې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر زده کړو بندیز پای ته ورسوي.
(last modified 2023-03-06T04:49:51+00:00 )
Mar 06, 2023 09:14 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتونو له طالبانو څخه د نجونو د زده کړو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د لوی منشي مرستیالې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر زده کړو بندیز پای ته ورسوي.

د شفقنا خبري آژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د لوی منشي مرستیالې آمنه محمد په یوه پیغام کې چې په بیړنیو حالاتو او بحرانونو کې د ښوونې او روزنې لپاره د ملګرو ملتونو د نړیوال وجهي صندوق له خوا خپور شوی ویلي دي چې له ۵۰۰ څخه زیاتې ورځې تېرې شوي دي چې طالبان په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زده کړې له حق څخه انکار کړی دی.

آغلې محمد زیاته کړه چې د افغان نجونو د ښوونیزو اړتیاوو او حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې د هڅو او یووالي غوښتنه  یې کړې  او زیاته یې کړه چې اړتیا ده له دغو نجونو سره یوځای شو او د هغوی غږ پیاوړی کړو.

د ملګرو ملتونو د لوی منشي مرستیالې د خپل پیغام په یوه بله برخه کې د خوراکي او روغتیايي مرستو د لېږلو او زده کړو ته د افغانانو د لاسرسي په برخه کې د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې له سختو امنیتي حالاتو سره سره افغان نجونې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو هڅې کوي. تېره ورځ ښځینه زده کړیالانو یو پرانیستی لیک خپور کړ چې له نارینه زده کړیالانو یې غوښتي وو چې په نوي ښوونیز کال کې د خپلو ښځینه ټولګیوالو د حقونو د دفاع په خاطر پوهنتونونه تحریم کړي.

د طالبانو د حکم له مخې نن دوشنبه په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال پیل دی.