ازبکستان کښې د افغانستان په اړه غونډه پیل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129130-ازبکستان_کښې_د_افغانستان_په_اړه_غونډه_پیل_شوه
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان په حالاتو باندې د غور په هدف سره د دغه هیواد د ګاونډیو هیوادونو د ځانګړیو استازیو لومړنۍ غونډه نن د ازبکستان په پلازمینې تاشکند کښې پیل شوه.
(last modified 2023-03-07T07:28:34+00:00 )
Mar 07, 2023 11:48 Asia/Kabul
  • ازبکستان کښې د افغانستان په اړه غونډه پیل شوه

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان په حالاتو باندې د غور په هدف سره د دغه هیواد د ګاونډیو هیوادونو د ځانګړیو استازیو لومړنۍ غونډه نن د ازبکستان په پلازمینې تاشکند کښې پیل شوه.

په تاشکند کښې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د ځانګړیو استازیو په دغه یوه ورځنۍ غونډې کښې د ازبکستان د چین د ایران د پاکستان د روسیې د تاجیکستان او د ترکمنستان استازي د افغانستان د بدلونونو او حالاتو په هکله خپلې لیدتوګي بیانوي.

په دغه غونډې کښې ګډون کونکي چارواکي به په افغانستان کښې د پایداره ثبات او سولې د ټینګیدا او له دغه هیواد سره د انساني مرستو په هکله خبرې وکړي.

د ازبکستان په غونډې کښې د تیرو غونډو په شان د طالبانو د حکومت هیڅ استازی ګډون نلري.