د حضرت سلطان پل د مرمت کار پیل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129140-د_حضرت_سلطان_پل_د_مرمت_کار_پیل_شوی_دی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د سمنګان ولایت د حضرت سلطان پُل د ترميم کارونه شروع شوي دي .
(last modified 2023-03-07T08:14:04+00:00 )
Mar 07, 2023 12:41 Asia/Kabul
  • د حضرت سلطان پل د مرمت کار پیل شوی دی

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د سمنګان ولایت د حضرت سلطان پُل د ترميم کارونه شروع شوي دي .

د دغه ولايت د ټولګټو رياست چارواکي  وايې چي د حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند د (پُل کلان) د ويجاړو شويو برخو اساسي ترميم او بيارغوني کارونه شروع شوي او له همدي سببه دغه مسير يې د ټرافيکو پرمخ تړلی دی .

د ياد ولايت د ټولګټو رياست چارواکي وايې چي د موټر چلوونکو او هيوادوالو لپاره يې بديلې لاري چمتو کړي دي تر څو هيوادوال وکولای شي چي د دغي پروژي تر خلاصيدو پوري له دغو بديلې لارو ګټه واخلي او تګ راتګ وکړي.

بار وړونکي او مسافر وړونکي موټرونه کولای شي چي د ډبرو سکرو د نوي مارکيټ له لاري چي د ايبک ښار له ټرافيکو چوک څخه په ((۱۶) کيلو مترۍ کي پروت دی تګ راتګ وکړي او د مزارشريف۔کابل مسير مسافرين کولای شي چي د حضرت سلطان ښارګوټي پر آسياب آباد فرعي مسير تګ راتګ وکړي.

دا په داسې حال کې ده دافغانستان د ټولګټو چارو وزارت د افغانستان په مختلفو سیمو کې د بیارغونې کارونه پیل کړي دي چې ډیری یې بشپړ او ډیری یې د بشپړیدو په حال دي