د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د سیلابونو خبرداری ورکړل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130142-د_افغانستان_په_۲۱_ولایتونو_کې_د_سیلابونو_خبرداری_ورکړل_شو
د باران له امله د سیلابونو د راتلو احتمال کوکچه، تالقان، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، ارزګان، ارغنداب، لوګر، میدان، کابل، خوست، پکتیا ، پکتیکا، غوربند، پنجشیر، کنړ او لغمان ولایتونو کې اټکل شوي دي.
(last modified 2023-03-26T21:40:06+00:00 )
Mar 27, 2023 02:07 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د سیلابونو خبرداری ورکړل شو

د باران له امله د سیلابونو د راتلو احتمال کوکچه، تالقان، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، ارزګان، ارغنداب، لوګر، میدان، کابل، خوست، پکتیا ، پکتیکا، غوربند، پنجشیر، کنړ او لغمان ولایتونو کې اټکل شوي دي.

 

دافغانستان د  اوبو او انرژۍ وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو د راتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ په ۲۱ ولایتونو کې چې ډېری یې مرکزي ولایتونه دي، په هغو کې د سېلابونو د راتلو احتمال کېدای شي.

افغان غږ خبری آژانس وایی د انرژۍ او اوبو وزارت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې په یو شمېر سیمو کې د سیلابونو احتمال شته.

د خبر پاڼې له مخې، د اقلیمي بدلونونو او د هایدرومیټرولوژیکي سټېشن د ارقامو د پرتلې تحلیل پر بنسټ او همدارنګه د هوا پېژندنې ملي ادارې او د نړیوالو معتبرو بنسټونو وړاندوینو ته په کتو سره د نسبتاً سخت باران او واورو د ورېدو احتمال په پام کې نیول شوی دی.

د باران له امله د سیلابونو د راتلو احتمال کوکچه، تالقان، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، ارزګان، ارغنداب، لوګر، میدان، کابل، خوست، پکتیا ، پکتیکا، غوربند، پنجشیر، کنړ او لغمان ولایتونو کې اټکل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د يادو شويو سيمو له اوسېدونکو غوښتل شوي، چې د سيلابونو پر مهال په ځانګړې توګه سواحلو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.