د خوست په کادري روغتون کې یو شمېر طبي ماشینونه فعال شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130408-د_خوست_په_کادري_روغتون_کې_یو_شمېر_طبي_ماشینونه_فعال_شول
د خوست شیخ زاید پوهنتون په تدریسي روغتون کې د نوې طبي ټکنالوژۍ د یو شمېر نورو وسایلو د فعالېدو په تعقیب دا ځل د (ایم‌ار‌ای) او (سي‌ټي سکن) طبي ماشینونه هم فعال شول.
(last modified 2023-03-30T09:27:42+00:00 )
Mar 30, 2023 13:54 Asia/Kabul
  • د خوست په کادري روغتون کې یو شمېر طبي ماشینونه فعال شول

د خوست شیخ زاید پوهنتون په تدریسي روغتون کې د نوې طبي ټکنالوژۍ د یو شمېر نورو وسایلو د فعالېدو په تعقیب دا ځل د (ایم‌ار‌ای) او (سي‌ټي سکن) طبي ماشینونه هم فعال شول.

د خوست په کادري روغتون کې یو شمېر طبي ماشینونه فعال شول

د خوست شیخ زاید پوهنتون په تدریسي روغتون کې د نوې طبي ټکنالوژۍ د یو شمېر نورو وسایلو د فعالېدو په تعقیب دا ځل د (ایم‌ار‌ای) او (سي‌ټي سکن) طبي ماشینونه هم فعال شول.

 یاد طبي ماشینونه د هغې مرستې یوه برخه ده، چې پنځه کاله مخکې د متحده عربي اماراتو د شیخ زاید بنسټ د خوست تدریسي روغتون ته ورکړې وه، خو د اړتیا سره، سره تر اوسه نه وو فعال شوي. 

د شیخ زاید پوهنتون د تدریسي روغتون مسوولین وايي، چې څو ورځې وروسته به په ورته توګه، دې روغتون کې د انجیوګرافي ماشین او هغه ماشین چې د هغې په واسطه د پښتورګو تیږې ماتیږي هم فعال شي.

د دوی په وینا هره ورځ به په منځني ډول لس ناروغان په سي‌ټي سکن او لس ناروغان په ایم‌ار‌ای ماشينونو کتل کېږي او پنځو ناروغانو ته به هم انجیوګرافي کېږي.