افغانستان کې درې انګلیسي وګړې د طالبانو له لورې نیول شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130528-افغانستان_کې_درې_انګلیسي_وګړې_د_طالبانو_له_لورې_نیول_شوي_دي
د پریزیدیوم په نامه یوې انکلیسې موسسې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د درېیو برتانوي وګړو د نیولو خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-04-02T23:31:56+00:00 )
Apr 03, 2023 03:55 Asia/Kabul
  • افغانستان کې درې انګلیسي وګړې د طالبانو له لورې نیول شوي دي

د پریزیدیوم په نامه یوې انکلیسې موسسې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د درېیو برتانوي وګړو د نیولو خبر ورکړی دی.

دغه انګلیسي موسسې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې د دوو نیول شویو برتانوي وګړو له کورنیو سره په تماس کې دی.

د بلې خوا څخه بیا د انګلیس د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، ډېره هڅه کوي چي په افغانستان کې له دغو نیول شویو برتانوي وګړو سره کنسولي تماس ټینګ ګړي.

همدارنګه د دی وزارت په بیانیه کې برتانوی وګړو ته سپارښتنه شوې چي افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي ځکه چي هلته د نیول کېدو امکانات یې زیات دی.

د یادې موسسې غړی سکاټ ریچارد سکای نیوز ته ویلي، په دې باور دی چې نیول شوي برتانوي وګړي روغ دي او ښه چلند ورسره کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا تر اوسه د دې موضوع په اړه تبصره نه ده کړې.