د پاکستان له بندخونو څخه سلګونه افغان بندیانو خوشې شول
Apr 03, 2023 07:20 Asia/Kabul
د پاکستان له بندخونو څه باندې زر افغان کډوال خوشې شوي دي.
د افغان غږ خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د سرپرست حکومت د کډوالو چارو وزارت د جمعې په ورځ په خپله ټوېټر پاڼه کې ولیکل: په تېرو څو ورځو کې د پاکستان له زندانونو څخه د ۱۷ تنو افغان کډوالو په راخوشې کولو سره، د پاکستان له زندانونو څخه دخوشي کړل شویو بندیانو شمېر له ۱۰۰۰ څخه اوښتی دی.
که څه هم تر اوسه څرګنده نه ده چې څومره افغان کډوال د پاکستان په بندخونو کې دي، خو ځینې راپورونه وايي چې شاوخوا ۱۵۰۰ افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.
ټیګونه