په لوګر ولايت کي داوبو رسولو يوه شبکه جوړه شوه
Apr 03, 2023 11:16 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپورراکړی د افغانستان د لوګر د کليو بيارغونې او پراختيا رياست چارواکي وايې چي د ياد ولايت په مرکز پُل علم ښار کي د اوبو رسولو يوه شبکه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د ياد ولايت د کليو بيا رغونې او پراختيا رياست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نايب خيل رسنيو ته وويل چي د اوبو رسولو دا شبکه د بابوس په کلي کي د يوه خيريه بنسټ له خوا د (240)زره افغانيو په ارزښت د (2)زره لېټره ذخيري او لمريزي برېښنا سېستم په درلودلو سره جوړه شوي ده .
ښاغلي نايب خېل وويل چي د يادي اوبو رسولو شبکي په وسيله (60) کورنيو ته د څښاک اوبه برابريږې.
تردې وړاندې د افغانستان د بغلان ولايت په سل بستريز روغتون کې د (٦٠) زره ډالرو په لګښت د يوي پروژې کارونه شروع شول.
ټیګونه