د افغانستان بانکونو د پیسو د ایستلو محدودیتونه کم کړل
د افغانستان بانک لپاره د طالبانو چارواکو ويلي، چې په افغان بانکونو کې انفرادي حساب لرونکي کولی شي له دې وروسته په اوونۍ کې ۶۰۰ امريکايي ډالر چې ۵۰زره افغانۍ کېږي له خپلو بانکي حسابونو وباسي
د افغانستان بانک لپاره د طالبانو چارواکو ويلي، چې په افغان بانکونو کې انفرادي حساب لرونکي کولی شي له دې وروسته په اوونۍ کې ۶۰۰ امريکايي ډالر چې ۵۰زره افغانۍ کېږي له خپلو بانکي حسابونو وباسي.
د تاند خبري سایټ په لیکنه، دغه بانک په يوې اعلاميې کې ويلي چې د بانکونو مشتريان همدارنګه کولی شي په مياشت کې يو ځل ۲۰۰۰ امريکايي ډالر چې ۲ لاکه افغانۍ کېږي له خپلو حسابونو تر لاسه کړي.
له دې مخکې د افغانستان په بانکونو کې د انفرادي حسابونو لرونکو اجازه نه لرله، چې په اوونۍ کې تر ۴۰۰ او په مياشت کې تر ۱۲۰۰ امريکايي ډالرو زياتې پيسې له خپلو حسابونو وباسي.
د افغانستان بانک دا پریکړه په داسې مهال شوې، چې خلک په دې اړه له شته محدودیتونو شکایت کوي او وایي افغانستان ته د میلیاردونه ډالرو له راتلو سره باید طالبانو د بانکي سکتور د سقوط مخنیوي ته جدي پاملرنه کړې وای.