په نیمروز ولایت کې د طالبانو او داعش تر مینځ نښته
Apr 04, 2023 08:55 Asia/Kabul
د طالبانو ځواکونه د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د داعش په پټنځای باندې برید کړی.
د تسنیم له راپور سره سم، دغه برید تېره شپه د نیمروز ولایت د معصوم اباد په سیمه کې د ایران له سرحد سره نږدې د داعش د ترهګرې ډلې په پټنځای تر سره شوی او د دواړو لورو تر مینځ نښتې تر سهاره دوام موندلې دي.
تر دې دمه د دغو نښتو د مرګژوبلو په هکله کوم معلومات نه دي خپاره شوي.
تیرو ورځو کې هم په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت استخباراتي ادارې د دې هیواد په شمال کې د داعش د ترهګرې ډلې د دریو مهمو غړو د نیول کېدو خبر ورکړی و.
ټیګونه