روسیې افغانستان کې خپل قونسلي خدمات له سره پیل کړي
Apr 04, 2023 12:51 Asia/Kabul
په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د روسیې د سفارت د قونسلي خدماتو د پیلېدو پخلی کړی.
د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاءاحمد تکل ویلي، څو میاشتې وړاندې د روسیې یو شمېر تخنیکي ټیمونه را رسېدلي وو، تر څو د قونسلي خدمتونو د بیا پیل لپاره زمینه برابره کړي.
تېره ورځ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له ټاس خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي وو چې هېواد یې په مزار شریف ښار کې خپل قونسلي فعالیتونه بیا پیل کړل.
د یادونې وړ ده چې د تېر کال د پر سپټمبر پنځمه نېټه په کابل کې د روسیې پر سفارت تر برید وروسته روسیې په افغانستان کې خپل سفارت او قونسلي خدمتونه بند کړي وه.
ټیګونه