په افغانستان کې به له څلورو میلیونو اړمنو سره مرستې کمې شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130638-په_افغانستان_کې_به_له_څلورو_میلیونو_اړمنو_سره_مرستې_کمې_شي
د ملګرو ملتونو د مرستو د دغه دفتر د نوي راپور له مخې، د پلان له مخې په پام کې وه چې په اپریل میاشت کې له ۱۳ میلیونو انسانانو سره د خوراکي توکو مرستې وشي، خو د بودجې د کمښت له امله په دې میاشت کې یوازې ۹ میلیونه کسانو ته مرستې ورکړل شوې.
(last modified 2023-04-05T04:34:26+00:00 )
Apr 05, 2023 09:02 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې به له څلورو میلیونو اړمنو سره مرستې کمې شي

د ملګرو ملتونو د مرستو د دغه دفتر د نوي راپور له مخې، د پلان له مخې په پام کې وه چې په اپریل میاشت کې له ۱۳ میلیونو انسانانو سره د خوراکي توکو مرستې وشي، خو د بودجې د کمښت له امله په دې میاشت کې یوازې ۹ میلیونه کسانو ته مرستې ورکړل شوې.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د سختو مالي خنډونو له امله اړ شوی چې په اپریل میاشت کې په دغه هېواد کې له څلورو میلیونو اړمنو کسانو سره د خوراکي توکو مرستې بندې کړي.

افغان غږ خبری آژانس وایی دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که ژر تر ژره نورې مرستې ونه رسیږی، نو اړ شی چې د می په میاشت کې له څلورو میلیونو نورو خلکو سره د خوراکی توکو مرستې کمې کړی.

د ملګرو ملتونو د مرستو د دغه دفتر د نوي راپور له مخې، د پلان له مخې په پام کې وه چې په اپریل میاشت کې له ۱۳ میلیونو انسانانو سره د خوراکي توکو مرستې وشي، خو د بودجې د کمښت له امله په دې میاشت کې یوازې ۹ میلیونه کسانو ته مرستې ورکړل شوې.

د خوړو د نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال له نومبر د ۲۰۲۳ کال تر مارچ میاشتې پورې شاوخوا ۲۰ میلیونه کسان د خوراکي توکو له سختې ناامنۍ سره مخامخ شوي چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د درې میلیونه دوه سوه زره ماشومانو په ګډون چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، څلور میلیونه کسان په سختې خوارځواکۍ اخته دي.