په سمرقندکې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونوغونډه جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130648-په_سمرقندکې_د_افغانستان_د_ګاونډیو_هیوادونوغونډه_جوړیږي
کابلوف وايي چې دې غونډې ته یې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران وربللي دي.
(last modified 2023-04-05T06:10:56+00:00 )
Apr 05, 2023 10:37 Asia/Kabul
  •  په سمرقندکې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونوغونډه جوړیږي

کابلوف وايي چې دې غونډې ته یې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران وربللي دي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې دا غونډه به د روان اپریل په دیارلسمه د ازبکستان په سمرقند ښار کې جوړه شي.

کابلوف وايي چې دې غونډې ته یې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران وربللي دي.

ده د افغانستان په اړه د ۵ هیوادونو د ډلې د کار د پرمختګ په اړه وویل چې دا ډله د مسکو او تهران له لوري تازه جوړه شوې خو د دې لپاره چې پاکستان په دې ډله کې د هند پر ګډون ملاحظه لري، تراوسه پورې په دې برخه کې پرمختګ نه دی شوی.