افغانستان بانک (۱۵) ميليونه امريکايې ډالر ليلاموي
Apr 06, 2023 11:18 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان بانک د افغانيو د ارزښت د لا قوي کيدو په خاطر غواړي چي (۱۵) ميليونه ډالره ليلام کړي.
دغه بانک د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او بانکونو څخه غوښتنه کړې چي داوطلبيو کي شامل شي او د داوطلبۍ ګټونکي يې مکلف کړي چي خپل حساب د ورځي تر پايه پوري تصفيه کړي.
د يادوني وړ ده چي د رواني اونۍ د يکشنبې په ورځ هم (14) ميليونه ډالر د افغانستان بانک د افغانيو د ارزښت د قوي کيدو په خاطر ليلام کړل.
ويل کيږې چي د کابل په شهزاده سرای کي نن د يوه امريکايې ډالر پر وړاندي د (86,80) افغانۍ تبادله کيږې.
تر دې وړاندې هم دافغانستان بانک لسګونه او آن سلګونه میلیونه ډالر لیلام کړي چې په ترڅ کې یې د ډالرو بیه ښکته کړې ده.
ټیګونه