د پاکستان له بندخونو څخه ۲۰۸ افغان بندیان خوشې شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130824-د_پاکستان_له_بندخونو_څخه_۲۰۸_افغان_بندیان_خوشې_شول
تېره ورځ د پاکستان له زندانونو څخه ۲۰۸ افغان بندیان آزاد او افغانستان ته را انتقال شول.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Apr 08, 2023 09:05 Asia/Kabul
  • د پاکستان له بندخونو څخه ۲۰۸ افغان بندیان خوشې شول

تېره ورځ د پاکستان له زندانونو څخه ۲۰۸ افغان بندیان آزاد او افغانستان ته را انتقال شول.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې یاد بندیان په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او په کراچۍ کې د هېواد د جنرال قونسلګرۍ په هلو ځلو د پاکستان د سند ایالت له بندخونو څخه آزاد شوي دي.

د هغه په خبره، راخلاص شوي کسان د افغانستان سفارت په مالي لګښت هېواد ته را لېږدول شوي.

تکل ویلي، تر اوسه پورې د پاکستان له بېلابېلو بندخونو څخه تر دوه زرو ډېر افغانان آزاد او خپل هېواد ته رالېږدول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې اسلامي امارت ویلي وو، هڅه کوي چې د روژې تر پایه پورې په پاکستان کې ټول افغان بندیان آزاد کړي.