د ښځينه ډاکټرانو کموالی؛ پکتیکا کې دوه ښځينه ډاکټرانې فعالیت کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130854-د_ښځينه_ډاکټرانو_کموالی_پکتیکا_کې_دوه_ښځينه_ډاکټرانې_فعالیت_کوي
د پکتیکا اوسېدونکي وايي، د ټولې پکتیکا په کچه یوازې دوې ښځینه ډاکټرانې لري چې د دغه ولایت ښځینه ناروغانو ته رسېدنه نه‌شي کولی.
(last modified 2023-04-08T08:35:06+00:00 )
Apr 08, 2023 13:02 Asia/Kabul
  • د ښځينه ډاکټرانو کموالی؛ پکتیکا کې دوه ښځينه ډاکټرانې فعالیت کوي

د پکتیکا اوسېدونکي وايي، د ټولې پکتیکا په کچه یوازې دوې ښځینه ډاکټرانې لري چې د دغه ولایت ښځینه ناروغانو ته رسېدنه نه‌شي کولی.

د ښځينه ډاکټرانو کموالی؛ پکتیکا کې دوه ښځينه ډاکټرانې فعالیت کوي

د پکتیکا اوسېدونکي وايي، د ټولې پکتیکا په کچه یوازې دوې ښځینه ډاکټرانې لري چې د دغه ولایت ښځینه ناروغانو ته رسېدنه نه‌شي کولی.

دوی زیاتوي، پکتیکا پراخه سيمه ده او نفوس یې هم شاوخوا دوه میلیونو ته رسېږي چې د لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي ښځینه ناروغان تر مرکز ښرنې په ستونزو رسوي او دوې ښځینه ډاکټرانې هم د خلکو ستونزې پر وخت نه‌شي حل کولی.

د پکتیکا خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکی سرورخان وايي، ښځینه ناروغان یې تر مرکز په اتو ساعتونو کې راوړي او په وینا یې، د ښځینه ډاکټرانو د کمښت او د لارو لرې والي له کبله د ناروغانو وضعيت نور هم پسې خراب شي.

بل پلو د پکتیکا عامې روغتیا مسوولین دغه ستونزې مني او وايي چې معیاري روغتیايي مرکزونه نه‌لري.