د افغانستان په لوېدیځ ولایت نیمروز کې د داعش پر پټنځای برید
طالب چارواکو اعلان وکړ چي په نیمروز کې د داعش ډلې پر پټنځایونو د پوځي عملیاتو په پایله کې د دغې ترهګرې ډلې دوه غړي وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتی حبیب الله الهام اوا ته ویلي چې نن سهار د نیمروز ولایت په سیدآباد ولسوالي کې د ځانګړو ځواکونو له لوري د داعش وسله والو پر یوه پټنځای عملیات شوي دي.
د نیمروز ولایت له لورې په اعلامیه کې ویل شوی: دغې نښتې نږدې نيم ساعت دوام وکړ چې په نتيجه کې يې دوه تنه وسله وال خوارج ووژل شول او يو بل يې ژوندى ونيول شو.
د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس هم وويل چې په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د هغه په وينا، امنيتي ځواکونو په دې پوځي عملياتو کې يوه اندازه پوځي تجهيزات هم ترلاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د هرات ولایت امنیتي ځواکونو په نهمه او یولسمې ناحیو کې د داعش ډلې پر پټنځایونو بریدونه وکړل او د دغې ډلې غړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.