د ایران له الغدیر زاهدان محبس څخه ۱۶ افغان بندیان خوشي شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131012-د_ایران_له_الغدیر_زاهدان_محبس_څخه_۱۶_افغان_بندیان_خوشي_شول
چارواکي وايي، چې د بندیانو د خلاصون په درېیم پړاو کې پرون د ایران د زاهدان ولایت له الغدیر محبس څخه ۱۶ تنه افغان بندیان خوشې شول.
(last modified 2023-04-10T09:38:42+00:00 )
Apr 10, 2023 14:03 Asia/Kabul
  • د ایران له الغدیر زاهدان محبس څخه ۱۶ افغان بندیان خوشي شول

چارواکي وايي، چې د بندیانو د خلاصون په درېیم پړاو کې پرون د ایران د زاهدان ولایت له الغدیر محبس څخه ۱۶ تنه افغان بندیان خوشې شول.

د ایران له الغدیر زاهدان محبس څخه ۱۶ افغان بندیان خوشي شول

چارواکي وايي، چې د بندیانو د خلاصون په درېیم پړاو کې پرون د ایران د زاهدان ولایت له الغدیر محبس څخه ۱۶ تنه افغان بندیان خوشې شول.

د نیمروز د بهرنیو اړیکو رئیس مولوی یار محمد حقیار وایی چې په تهران کې د افغانستان سفارت او د ایران په زاهدان کې د طالبانو د قونسلګرۍ د مسوولینو په هڅو ۱۶ افغان کډوال چې د اسنادو د نشتوالي له امله هېواد ته د ننوتو اجازه نه وه ورکړل شوې، په قانوني توګه توقیف او خوشې شول.

 هغه زياته کړه، چې دغه کسان له خوشې کېدو وروسته تېر ماښام (حمل ۲۰) په نيمروز ولايت کې د بهرنيو چارو وزارت استازي ته وسپارل شول.

 څو ورځې وړاندې د زاهدان له زندان څخه په دوو پړاوونو کې ۳۸ بندیان خوشې شول.