طالبان وايي، د شیعه او سني ترمینځ د توپیر قائل نه دي
(last modified Tue, 11 Apr 2023 00:55:45 GMT )
Apr 11, 2023 05:25 Asia/Kabul
  • طالبان وايي، د شیعه او سني ترمینځ د توپیر قائل نه دي

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال په یولړ څرګندونو کښې وویل چې د دوي  حکومت د شیعه او سني ښاریزو ترمینځ هیڅ ډول فرق نه کوي.

د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، د طالبانو د وزیراعظم سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې د افغانستان اوسنې حکومت قومي توکمپالنه «حرامه» ګڼي او د شیعه او سني ښاریزو ترمینځ د هیڅ فرق او توپیر قائل نه دی.

هغه دا څرګندونې د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا له غړي محمد اکبري سره په کتنه کښې کړې دي.

محمد اکبري په دغه ملاقات کښې ایران او عراق ته د افغانستان د اهل تشیع د علماؤ د پلاوي د سفر په هکله یولړ معلومات وړاندې کړل.

اکبري په دغې کتنې کښې وویل: د عراقي او ایراني مذهبي مشرانو او چارواکو اندیښنو ته مو ځواب ورکړ او ډاډ مو ورکړ چې اسلامي امارات له خپلو اهل تشیع وطنوالو سره ښه چلند کوي او مونږ ترې رضایت لرو.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال هم زیاته کړه چې د افغانستان حکومت د افغانستان د ټولو ښاریزو خدمت خپل مسئولیت ګڼي او د حالت د ښه والي په خار د ټولو قومونو او مذهبونو وړاندیزونو او صلاح مشورو ته غوږ نیسي.

عبدالکبیر څرګنده کړه چې طالبان له ټولو ګاونډیانو سره د متقابل احترام په بنیاد د ښو اړیکو په لټه کښې دي او قومي تبعیض حرام ګڼي او د شیعه او سني وطنوالو ترمینځ هیڅ فرق نه کوي.