په افغانستان کې محدودیتونه یوه داخلی مسله ده
د طالبانو ویاند، د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار بندیز په اړه د دوی له پریکړې، شاوخوا یوه اونۍ وروسته دغه بندیز یوه کورنۍ ارزښتي موضوع بللې ده.
د طالبانو ویاند مجاهد د یوناما له هغه خبرداري سره سره چې وایي پر ښځینه کارکوونکو یې د کار بندیز له نه ختمیدو سره به افغانستان کې کار پای ته ورسوي، یو ځل بیا په دې اړه د دوی د حکړمت پر بندیزونو ټینګار وکړ.
د طالبانو ویاند، د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار بندیز په اړه د دوی له پریکړې، شاوخوا یوه اونۍ وروسته دغه بندیز یوه کورنۍ ارزښتي موضوع بللې ده.
هغه له دغو بندیزونو سره- سره ادعا کړې، چې دوی ملګرو ملتونو ته کوم خنډ نه دی جوړ کړی او په خبره یې تبعیضي چلند یې هم نه دی کړی.
طالبانو په دې اعلامیه کې یوځل بیا ادعا کړې چې دوی د دیني او کلتوري ارزښتونو په چوکاټ کې د ټولو افغانانو د حقونو تامین ته ژمن دي.
اعلامیه کې د افغانستان د بشري وضعیت لامل نړیوال فشارونه او بندیزونه ښودل شوي او د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتل شوي چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو، بانکولۍ او سفري بندیزونو مسلې حل کړي.
طالبانو دا خبرپاڼه یوه ورځ وروسته تر دې خپره کړه چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې یوه ډارونکي غوراوي ته اړ ایستل شوي، هغه دا چې یابه پاته کیږي او یا به هم خپلو کړنلارو باندې عمل کوي.
طالبانو د اپریل میاشتې په څلورمه نیټه د ملګرو ملتونو پر افغان ښځینه کارکوونکو بندیز ولګاوه.