د افغانستان د طالبانو خارجه وزیر هم ازبکستان ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131134-د_افغانستان_د_طالبانو_خارجه_وزیر_هم_ازبکستان_ته_لاړ
د افغانستان د ملی امنیت د شورا پخواني سلاکار بشیر صافي  پخپل ټولنیز پیغام کې پرون لیکلي وو، ازبکستان د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د څلورمې ناستې د کوربه په توګه  د ملګروملتو له امنیت شورا په دغې ناستې کې د ګډون لپاره د سفر له ممنوعیّته د طالبانو د خارجه وزیر د معافیّت غوښته کړې ده.
(last modified 2023-04-13T04:12:28+00:00 )
Apr 13, 2023 08:40 Asia/Kabul
  • د افغانستان د طالبانو خارجه وزیر هم ازبکستان ته لاړ

د افغانستان د ملی امنیت د شورا پخواني سلاکار بشیر صافي  پخپل ټولنیز پیغام کې پرون لیکلي وو، ازبکستان د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د څلورمې ناستې د کوربه په توګه  د ملګروملتو له امنیت شورا په دغې ناستې کې د ګډون لپاره د سفر له ممنوعیّته د طالبانو د خارجه وزیر د معافیّت غوښته کړې ده.

د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي  د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په ناستې کې د ګډون لپاره ازبکستان ته لاړ.

ټاکل شوې ده د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو څلورمه ناسته  د روسیې، چین ،ایران او پاکستان ،تاجیکستان،ترکمنستان او ازبکستان د خارجه وزیرانو په شتون سره نن په سمرقند کې ترسره شي، له دې مخکې  وئيل شوي وو ، چې په دغې ناستې کې به د تیرو غونډو په څیر  د طالبانو استازی شتون ونه لري.

زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د  طالبانود حکومت د خارجه وزارت د ویندوي مرستیال حافظ ضیاءاحمد نن سهار پخپل ټویټ کې لیکلي دي ،تمه کیږي،مولوی امیر خان متقي د سمرقند غونډې په  څنډې کې  د سیمې د ځينو هیوادونو له خارجه وزیرانو سره جلاجلا هم وګوري.