سرپل ولایت کښې د یوه سړک د جوړیدا چارې بشپړه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131140-سرپل_ولایت_کښې_د_یوه_سړک_د_جوړیدا_چارې_بشپړه_شوې
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په «سرپل» ولايت کې د څه کم (۹) میلیونو افغانیو په ارزښت پر یوه سړک د کانګرېټ اچولو چارې پای ته ورسيدي.
(last modified 2023-04-13T04:26:13+00:00 )
Apr 13, 2023 08:51 Asia/Kabul
  • سرپل ولایت کښې د یوه سړک د جوړیدا چارې بشپړه شوې

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په «سرپل» ولايت کې د څه کم (۹) میلیونو افغانیو په ارزښت پر یوه سړک د کانګرېټ اچولو چارې پای ته ورسيدي.

د سرپل ولايت ښاروالۍ چارواکو خبر ورکړی چې د ياد ولایت په مرکز کې د (۸ )میلیونو او( ۵۰۰) زره افغانیو په مصرف پر یوه سړک د کانګرېټ اچولو کارتکميل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د سرپل ولایت د چارواکو په وینا ياد سړک د (۵۰۰) مترو په اوږدالي رغول شوی چې د خلکو د تګ راتګ پر وړاندې ډيرې آسانتیاوې برابرې  شوې دي.

 بايد وويل شې چې د ياد ښار یو شمېر خلکو له دولت نه د نورو رغنیزو چارو غوښتنه هم وکړه او دا رغول شوی سړک ورته خوشالي وربښلې.

ویل کیږي چې ياد سړک د ښاروالۍ له بودجې څخه جوړ شوی دی.

تردې وړاندې د افغانستان د میدان وردګو په ولايت کې د (٣٠٠) زره امريکايي ډالرو په ارزښت د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پیل شوې وې.