د اسرائیلو د له مینځه تلو لپاره جنګ ته اړتیا نشته
زمونږ خبریال راپور راکړی په قندهار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول علیرضا حاجي زاده ټینګار وکړ صهیونیسټ رژیم د خپلو کورنیو مشکلاتو د حل کولو لپاره د جنګ د پیلولو هڅه کوي وویل په همدې علت د اسرائیلو د نابودۍ لپاره جنګ ته ضرورت نشته.
هغه په قندهار ولایت کښې د ایران داسلامي جمهوریت په کنسولګرۍ کښې د شیعه او د سني علماو او د ولایتي مقاومت په ګډون سره په یوې غونډې کښې وویل صهیونیسټ رژیم د خپلو داخلي مشکلاتو د حل لپاره د جنګ د پیلولو هڅه کوي وویل خو مونږ د جنګ هڅه نه کوو ځکه چې د اسرائیلو د نابودۍ لپاره جنګ ته اړتیا نشته.
په قندهار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول علیرضا حاجي زاده په دې هیلې سره چې ډیر زر به د صهیونیسټ رژیم له ظلم څخه د فلسطین د ازادیدا جشن ترسره شي په دغه غونډې کښې موجوده علماو ، شخصیتونو او مقاماتو ته بلنه ورکړه چې د رسمي دریځونو په غوره کولو او دغه راز په منبرونو باندې په خپلو ویناګانو او خطبو کښې د ګران قدس د ازادۍ او د فلسطین د خلکو د حقوقو دفاع وکړي او د صهیونیسټ توکمپال رژیم په له مینځه تلو ټینګار وکړي.
د قندهار د اطلاعاتو او د کلتور مشر انعام الله سمنګاني هم په دغو مراسمو کښې د فلسطین د مظلومانو د دفاع لپاره د عملي ګامونو د اخیستلو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مولوي حقاني هم وویل ټول مسلمانان باید وحدت ولري او د هغه ظلم په مقابل کښې چې په بل مسلمان کیږي مقاومت وکړي.
د قندهار د اهل تشیع د علماو د شورا مشر او د جمعې امام حجت الاسلام زاهدي هم وویل د اسلام ستر دښمن اسرائیل دی چې کلونه کلونه کیږي فلسطین او د مسلمانانو لومړۍ قبلې یې نیولي ده.
د افغانستان د اهل سنتو یوه عالم مولوي مجاهد هم وویل د بیت المقدس د ازادولو لپاره باید ټول مسلمانان متحد شي او دغه چاره وحدت او ټولنیز اتحاد ته ضرورت لري.