د افغانستان او قزاقستان چارواکو په کابل کښې سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131324-د_افغانستان_او_قزاقستان_چارواکو_په_کابل_کښې_سره_وکتل
د قزاقستان د وزیراعظم مرستیال او د تجارت وزیر د افغانستان په پلازمینه کابل کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت له مسئولانو سره، د خپل مینځي اړیکو د پیاوړتیا په هکله د نظر تبادله وکړه.
(last modified 2023-04-15T22:40:14+00:00 )
Apr 16, 2023 03:01 Asia/Kabul
  • د افغانستان او قزاقستان چارواکو په کابل کښې سره وکتل

د قزاقستان د وزیراعظم مرستیال او د تجارت وزیر د افغانستان په پلازمینه کابل کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت له مسئولانو سره، د خپل مینځي اړیکو د پیاوړتیا په هکله د نظر تبادله وکړه.

سریک ژومانګارین چې کابل ته تلی دی، پرون د طالبانو له خارجه وزیر امیر خان متقي سره په کتنه کښې وویل: په افغانستان کښې د حکومت بدلیدو د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې هیڅ خلل نه دی رامینځته کړی او دواړه لوري د اړیکو پیاوړتیا ته لیواله دي.

د قزاقستان مرستیال وزیراعظم او د تجارت وزیر کابل ته د قزاقستاني پلاوي په سفر کښې د یوه ډله سوداګرو شتون ته په اشارې سره وویل: افغانستان د ټرانزټ له نظره په ځانګړي او مهم موقعیت کښې راغلی دی او د مرکزي او جنوبي آسیا د یوځاې کولو پل دی.

په دغه کتنه کښې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم وویل: په افغانستا نکښې د پانګوونې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي دي او تمه لرو چې د دواړو لورو په هلوځلو سره د افغانستان او قزاقستان ترمینځ د تجارت سویه د اوسنیو ۹۰۰ میلیون ډالرو نه واوړي.

قزاقستاني پلاوي هم داشان د طالبانو د حکومت د صنعت او تجارت له وزیر نور الدین عزیزي سره هم وکتل.