امریکې او انډیوالانو یې د افغانستان په هکله خبرې اترې کړې دي
د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي وویل چې د افغانستان په هکله یې د امریکې «له مهمو متحدانو» سره خبرې اترې کړې دي
د امریکې ځانګړي استازي وویل: د قطر په دوحه کښې د افغانستان د تیر حکومت له یوشمیر سیاستوالانو سره په کتنه کښې یې د دغه هیواد د اوسنیو ستونزو د حل لارې په توګه له خبرواترو ملاتړ کړی او له وسله والو مبارزو سره یې مخالفت کړی دی.
د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي وویل چې د افغانستان په هکله یې د امریکې «له مهمو متحدانو» سره خبرې اترې کړې دي.
توماس وسټ په یو لړ ټویټونو کښې ولیکل چې د افغانستان د راتلونکي فکر ټولګې له غړو سره یې چې د افغانستان د تیر حکومت یوشمیر غړي، د ښځو د حقوقو فعالان، مدني فعالان او د قبایلو مشران په کښې شامل دي، په دوحه کښې ملاقات کړی دی . د امریکې ځانګړي استازي زیاته کړې ده چې په دې غونډه کښې د طالبانو حامیانو او مخالفانو په افغانستان کښې په موجودو ننګونو باندې د نړیوالې ټولنې د غور لپاره مختلف وړاندېزونه کړي دي.
هغه مدعي شوی دی چې په یاده غونډه کښې ټولو ګډونوالو د افغانستان د روانو چیلنجونو د حل لارې په توګه له خبرواترو ملاتړ او له وسله والو مبارزو سره یې مخالفت کړی دی.
د رپورټونو له مخې، «د افغانستان د راتلونکي فکر ټولګه» د تیر حکومت له یوشمیر غړو او طالبانو ډلې ته د نزدې څیرو یو جوړ بهیر دی.