افغانستان د سیمې د سترو پروژو اجرا ته چمتووالی وښود
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې افغانستان نن سبا امن دی او د تاپي د ګیس پروژې په شمول د سیمې د سترو پروژو د ترسره کولو زمینه برابر شوې ده.
د فارس خبري آژانس په لیکنه، د افغانستان د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي د سمرقند د غونډې ترڅنګ خبریالانو ته وویل: اوس افغانستان امن او خوندي دی او په کښې د سترو پروژو د اجرا ښه زمینه برابر شوې ده.
متقي زیاته کړه: له دې امله چې افغانستان د مرکزي او جنوبي آسیا تر مینځ د یو پل حیثیت لري، باید په دې لړ کښې مثبت ګامونه پورته شي.
له دې مخکښې د طالبانو د معدنونو او تیلو وزیر شهاب الدین دلاور د تاپي په نامه د افغانستان له او پاکستان له لارې هندوستان ته د ترکمنستان د ګیس د نل لیکې د شرکت له اجرايي رییس محمد امانوف سره په کتنه کښې ویلي وو چې د زر تر زره د پروژې د عملي کار په تمه دی.
د طالبانو د موقته حکومت د معدنونو وزیر زیاته کړې ده چې تاپي داسې ستره او مهمه پروژه ده چې نه یوازې د افغانستان لپآره بلکې د یادو نورو دریو هیوادونو لپاره هم مهمه ده او د دې پروژې د عملي کار د زرترزره پیلیدو په تمه یو.
د تاپي پروژې اجرايي مشر هم ویلي دي چې د پروژې کارونه په کامیابۍ سره پرمخ تلي دي او په راتلونکي کښې داسې پروګرامونه لري چې له مخې به یې عملي کارونه ترسره شي.