افغانستان کې پر «هموفیليا» ناروغۍ څه باندې ۳۰۰۰ کسان اخته شوي
په افغانستان کې د ویني ملي بانک مسؤلین وایي، په دغه هېواد کې په هموفیلیا ناروغۍ څه باندې درې زره تنه اخته شوي.
افغانستان کې پر «هموفیليا» ناروغۍ څه باندې ۳۰۰۰ کسان اخته شوي
په افغانستان کې د ویني ملي بانک مسؤلین وایي، په دغه هېواد کې په هموفیلیا ناروغۍ څه باندې درې زره تنه اخته شوي.
د یاد بانک رئیس محمد ناصر صادق ویلي چې دا مهال دغه بانک سره یوازې له کابله پر هموفیليا ناروغۍ اخته ۸۵۷ کسان ثبت دي چې ۵۹ تنه یې میرمنې دي.
هموفیلي یوه ارثي ناروغي ده چې د وینو ځینو فکټورونو د کمښت له امله له مور ماشوم ته انتقالېږي او که درملنه یې ونهشي، کولای چې د ناروغ د بدن غړي فلج یا یې د مړینې لامل شي.
بلخوا د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د یادې ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره د امکاناتو او متخصصو ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي.
دا مهال په ټول افغانستان کې د هموفیلي ناروغۍ د تشخیص یوازینی یو مرکز شتون لري چې پر یادې ناروغۍ د اخته ناروغانو د درملنې خدماتو ته لاسرسی یې محدود کړی دی.