د ډالر په وړاندې د افغانۍ بیه لوړه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131462-د_ډالر_په_وړاندې_د_افغانۍ_بیه_لوړه_شوې
افغانستان کښې د اسعارو د بازار فعالانو د امریکايي ډالر په مقابل کښې د افغانستان د ملي کرنسۍ د ارزښت د زیاتیدو خبر ورکړی دی
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Apr 18, 2023 03:03 Asia/Kabul
  • د ډالر په وړاندې د افغانۍ بیه لوړه شوې

افغانستان کښې د اسعارو د بازار فعالانو د امریکايي ډالر په مقابل کښې د افغانستان د ملي کرنسۍ د ارزښت د زیاتیدو خبر ورکړی دی

د آوا خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د پلازمینې کابل ښار د صرافانو په بازار کښې پرون هر امریکايي ډالر په ۸۵ افغانۍ بدل شو.

تیره اونۍ د یو ډالر قیمت ۸۶ افغانۍ و. دا په تیرو دوو کالو کښې اول ځل دی چې د ډالر قیمت ۸۵ افغانیو ته راټیټ شو.

د بازار فعالان په بهرو هیوادونو کښې د میشتو افغانانو له خوا له بهر څخه د ډالرو د انتقال زیاتیدا، د افغانۍ په وړواندې د ډالر د ارزښت د کمیدو وجه بولي.

د کابل د سرای شهزاده د صرافانو اتحادیې په دې هکله وویل: د افغانستان د ملي کرنسۍ ارزښت نه یوازې د ډالر په وړاندې بلکې د نورو بهرنیو اسعارو په مقابل کښې هم زیاتوالی موندلی دی.

دا په داسې حال کښې دي چې د طالبانو د موقته حکومت د اقتصاد وزارت چارواکي د صادراتو زیاتوالی او هم داشان بهر ته د ډالر د قاچاق مخنیوی د امریکايي ډالر د ارزښت د کمیدو وجه ګڼي.