بدخشان کښې د کوچني اختر لپاره ځانګړې امنیتي تابیاوې غوره شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131464-بدخشان_کښې_د_کوچني_اختر_لپاره_ځانګړې_امنیتي_تابیاوې_غوره_شوې
د افغانستان په بدخشان ولایت کښې ځايي چارواکو د راتلونکي وړوکي اختر لپاره ځانګړې امنیتي تابیاوې نیولې دي.
(last modified 2023-04-17T22:39:39+00:00 )
Apr 18, 2023 03:06 Asia/Kabul
  • بدخشان کښې د کوچني اختر لپاره ځانګړې امنیتي تابیاوې غوره شوې

د افغانستان په بدخشان ولایت کښې ځايي چارواکو د راتلونکي وړوکي اختر لپاره ځانګړې امنیتي تابیاوې نیولې دي.

آوا خبري آژانس خبر ورکړی چې د نیکمرغه کوچني اختر په درشل کښې د بدخشان ولایت ځايي چارواکو د اختر د لمانځلو لپاره د ځآنګړو امنیتي تدابیرو د غوره کیدو خبر ورکړی او وايي چې خلک دې د خوشالۍ په دې ورځو کښې په ډاډه زړه خپلې رخصتۍ او خوشالۍ ولمانځي.

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور مشر معز الدین احمدي پرون د ځايي حکومت په استازیتوب په یوې خبري غونډې کښې وویل چې د دغه ولایت په ۲۸ مختلفو سیمو کښې په کوچني اختر کښې په ښه توګه د ښاریزو د امنیت د تامینولو لپاره د تلاشۍ پوسټې په نظر کښې نیول شوې دي.

احمدي هم داشان د کوچني اختر په جشن کښې د خوشالۍ په پلمه د ناوړه کړنو په هکله خبرداری ورکړ او له خلاف ورزي کوونکو سره یې د قانوني چلند کیدو ژمنه وکړه.