دوحه کې د افغانستان په اړه ناستې ته په مثبت نظر ګورو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131750-دوحه_کې_د_افغانستان_په_اړه_ناستې_ته_په_مثبت_نظر_ګورو
د هند د بهرنیو چارو وزیر « جي شنکر» په دوحه کې د افغانستان په اړه د جوړېدونکې غونډې په تړاو خوښي ښودلې.
(last modified 2023-04-24T02:19:02+00:00 )
Apr 24, 2023 01:37 Asia/Kabul
  • دوحه کې د افغانستان په اړه ناستې ته په مثبت نظر ګورو

د هند د بهرنیو چارو وزیر « جي شنکر» په دوحه کې د افغانستان په اړه د جوړېدونکې غونډې په تړاو خوښي ښودلې.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، شنکر ویلي چې هیواد یې دغې ناستې ته په مثبت نظر ګوري.

په پام کې ده چې دا ناسته د می په لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب په دوحه کې ترسره شي.

که څه هم د یادې ناستې په اړه زیات جزیات نه دي رسنیز شوي، خو په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیر احمد فائق وايي، چي په دوحه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې به د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه بحث ونه شي.

څوږ ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد د امریکا په یوه څېړنیز مرکز کې خبریالانو ته ویلي وو، [ي ملګرې ملتونه په راتلونکو ورځو کې د افغانستان د وضعیت په اړه د یوې نړیوالې غوندې د جوړولو اراده لري چې په کښې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه خبرې وشي.