افغانستان د داعش د ترهګرو د همږغی په مرکز بدل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131752-افغانستان_د_داعش_د_ترهګرو_د_همږغی_په_مرکز_بدل_شوی_دی
واشنګټن پوست د امریکې د دفاع وزارت د اشوا شویو اسناد په حواله ادعا کوي چي افغانستان د داعش د عناصرو تر مینځ د ترهګریزو بریدونو د همږغی په مرکز بدل شوی دی.
(last modified 2023-04-24T02:18:54+00:00 )
Apr 24, 2023 01:38 Asia/Kabul
  • افغانستان د داعش د ترهګرو د همږغی په مرکز بدل شوی دی

واشنګټن پوست د امریکې د دفاع وزارت د اشوا شویو اسناد په حواله ادعا کوي چي افغانستان د داعش د عناصرو تر مینځ د ترهګریزو بریدونو د همږغی په مرکز بدل شوی دی.

دغې امریکایي ورځپاڼې د پنټاګون د خوفیه اسنادو په حواله ادعا کوي چي داعش له افغانستان څخه په اروپایي هیوادونو او اسیا کې د د بریدونو د طرحه کولو او د امریکې په وړاندې د دسیسو د جوړلو اراده لري.

د دغو اسنادو له مخې، تېر کال کې د داعش ترهګره ډله له افغانستان څخه په قطر کې د سفارتونو، کلیساګانو، سوداګریزو مرکزونو او د فوټبال د ڼړیوال جام د سیالیو د هدف ګرځولو هڅه کړې ده.

د دې راپور سره سم، د امریکې د دفاع وزارت د چارواکو د ارزونو له مخې تېر میلادي کال کې داعش په افغانستان کې ۹ بریدونه طرحه کړي وه خو سږ کال د ۱۵ بریدونو د تر سره کولو پلان جوړوي.

دا راپور په داسي حال کې خپریږي چي په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي: داعش ترهګره  ډله په افغانستان کې مرکزونه نه  لري او امریکا د دې مسالې د غټ ښودلو هڅه کوي.