افغانستان کې د ټولو ډيپلوماتیکو ادارو امنیت خوندي دی
د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکي وایي، په افغانستان کې د ټولو ډیپلوماتیکو ادارو او ډیپلوماتانو امنیت خوندي دی او هېوادونه کولای شي چې په افغانستان کې له کومې اندېښنې پرته خپلو ډیپلوماتیکو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې، تېر کال د سلواغې په میاشت کې داسې راپورنه خپارل شول چې سعودي عربستان په کابل د خپل سفارت فعالیتونه درولي او خپل ډیپلوماتان یې له افغانستان څخه ایستلي دي، خو د سرپرست حکومت مرستیال ویاند وايي، چې د افغانستان او سعودي عربستان په اړیکو کې کومه ستونزه نشته.
ده هیله څرګنده کړې چې د سعودي عربستان ډیپلوماتان به له کومې اندېښنې پرته په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. اوسمهال په کابل کې د چین، روسیې اروپايي ټولنې، ترکیې، قطر، ایران، ازبکستان او جاپان په ګډون د سیمې د ګڼو هېوادونو سفارتونه او ډیپلوماټیکې استازولۍ پرانیستي دي.