د بلخ او د سمنګان ولایتونو د ورزش سیالۍ شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131816-د_بلخ_او_د_سمنګان_ولایتونو_د_ورزش_سیالۍ_شوي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د بلخ او سمنګانو ورزشکارانو د کوچني اختر په مناسبت د کورش، فوټبال او والیبال سیالې ترسره کړي دي.
(last modified 2023-04-25T02:23:34+00:00 )
Apr 25, 2023 05:32 Asia/Kabul
  • د بلخ او د سمنګان ولایتونو د ورزش سیالۍ شوي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د بلخ او سمنګانو ورزشکارانو د کوچني اختر په مناسبت د کورش، فوټبال او والیبال سیالې ترسره کړي دي.

د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ  ریاست د بلخ او سمنګانو د ورزشکارانو ترمنځ د کورش، فوټبال او والیبال سیالیو له ترسره کولو څخه خبر ورکوي .

ياد رياست رسنيوته  داسې ویلي چې د بلخ او سمنګان ولايت ( ١٠٨) ورزشکارانو د کوچني اختر په مناسبت د بلخ ولايت په (چهارکنت) ولسوالۍ کې د (کورش) ورزشي سياليو کې ګډون کړی و، چې د دې سیالیو په لړ کې د برهان الدين نومي د دوو لوبو په ګټلو سره د غوره پهلوان په توګه معرفي شول.

ویل کیږي چې د ياد ولايت په (بلخ) ولسوالۍ کې هم د فوټبال سیالۍ ترسره شوې چې په پايله کې یې ياران دوست لوبډلې د (۳-۵) اسيا لوبډلې نه لوبه وګټله .

همداراز د ياد ولايت د (اسيا قوناق) کلي کې هم د واليبال سيالۍ په لاره واچول شوې چې د (چهار ګونبد) نومي ټيم بیا یاده سیالۍ خپله کړه.

باید وویل شي چې د افغانستان د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمریت چارواکو هم ویلي چې د اختر په مناسبت یې د یاد ولایت  په څو ولسوالیو سربیره د غزني ولایت د (ناوې) ولسوالۍ او د (انګوري) سیمې په ګډون د (٣٠) لوبغاړو په ګډون سره په لاره اچولې وې چې تر دریو ورځو  پورې یې دوام وموند.