په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې له کرزي سره ولیدل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131824-په_افغانستان_کې_د_ملګرو_ملتونو_استازې_له_کرزي_سره_ولیدل
په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړې رزا اوتونبایوا د افغانستان له مخکنی ولسمشر حامد کرزي سره په ملاقات کې د ښځو د حقوقو په هکله خبرې وکړې.
(last modified 2023-04-25T05:26:05+00:00 )
Apr 25, 2023 09:52 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې له کرزي سره ولیدل

په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړې رزا اوتونبایوا د افغانستان له مخکنی ولسمشر حامد کرزي سره په ملاقات کې د ښځو د حقوقو په هکله خبرې وکړې.

په دغه ملاقات کې د ښځو پر کار د بندیز لرې کېدو او د نجونو پر مخ د ښوونیزو بنسټونو د بیا پرانیستلو په اړه خبرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو استازې ویلي چې دغه سازمان په افغانستان کې د نجونو د زده کړو او د مېرمنو د کار حقونو د ورکړې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د حامد کرزي پر ټوېټر پاڼه لیکل شوي چې دوی په دې لیدنه کې په کورنیو او نړیوالو موسسو کې کارونو ته د افغان ښځو د بیا ستنېدو او د ښوونیزو مرکزونو د بیا پرانیستلو پر اهمیت ټينګار کړی.

دوی همدارنګه د افغانستان د دایمي سولې او ټیکاو لپاره د ملي خبرو اترو د پیل غوښتنه کړې ده.

دا په داسي حال کې دی چي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له واکمنېدو څخه د دوو کلونو په تېرېدو سره لاهم تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.