طالبان:
سوډان کې د بند پاتې افغانانو د ایستلو هڅې روانې دي
د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په سوډان کې د ۱۲۰ افغانانو د بند پاته کېدو خبر ورکړی دی.
په سوډان کې له تیرې اوونۍ راهیسې د دغه هېواد د پوځ او د چټک غبرګون د ځواکونو ترمنځ د واک پر سر نښته رامنځته شوې چي د امله په سلګونو کسان وژل شوي او په زرګونو هم ټپیان شوي دي.
د سوډان په پلازمینې کې د نښتو له دوام سره، اکثره سفارتونه بند شوي او امریکا، اروپایي هیوادونو، جاپان او یو نیم عربو هیوادونو خپل وګړي له دې هیواده ایستلي دي.
په افغانستان کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په خوست ولایت کې د کوچني اختر په مناسبت په یوه ستره غونډه کې وویل چې په سوډان کې ۱۲۰ تنه افغانان هم بندې پاتې دي او د هغوی د ایستلو هڅې یې پیل کړې دي.
هغه دا نه ده څرګنده کړې چې دا عام وګړي، محصلین او یا هم دیپلوماتان دي.