نړیوالې ټولنې د افغانستان د خلکو په ملاتړ ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132094-نړیوالې_ټولنې_د_افغانستان_د_خلکو_په_ملاتړ_ټینګار_وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د خواړو نړیوال پروګرام د افغانستان د اوسنیو شرایطو په هکله خبرداري سره وویل په دغه هیواد کښې اوس هم لوږه شته او نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي.
(last modified 2023-04-30T02:07:01+00:00 )
Apr 30, 2023 06:09 Asia/Kabul
  • نړیوالې ټولنې د افغانستان د خلکو په ملاتړ ټینګار وکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د خواړو نړیوال پروګرام د افغانستان د اوسنیو شرایطو په هکله خبرداري سره وویل په دغه هیواد کښې اوس هم لوږه شته او نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي.

د خواړو نړیوال پروګرام ورلډ فوډ پروګرام وویل په راتلونکو شپږو میاشتو کښې په افغانستان کښې په اړمنو کسانو د غور کولو لپاره نهه سوه میلیونو ‌ډالرو ته ضرورت شته.

له دې مخکې د خواړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و که چیرې د اړتیا وړ مرستې په ټاکلي وخت  ونه سپارل شي دغه پروګرام مجبوره دی د افغانستان نهو میلیونو  کسانو ته د مرستو رسول غوڅ کړي.

د خواړو د نړیوال پروګرام د شمیرنو پراساس په افغانستان کښې خواړو ته د اړمنو کسانو شمیر نهویشت میلیونو کسانو ته رسیدلی دی.

د امریکا لخوا د افغانستان شل کلن نیواک، د دغه هیواد د بیخ بنایانو له مینځه وړل او بیا واک ته د طالبانو د رسیدا په پلمه د واشنګټن لخوا د افغانستان د بایکاټونو زیاتیدا د خلکو اقتصاد له جدي مشکل سره مخ کړی دی.