د پاکستاني لیکوال خبرې بې اساسه دي
د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني لیکوال او په واشنګټن کې د ملي دفاع پوهنتون استاد «حسن عباس» وروستي کتاب ته په غبرګون کې لیکلي، چې نوموړی د کوم استخباراتي ارګان ګمارل شوی کس دی.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، د حسن عباس د «طالبانو بیا راتګ» په نوم کتاب لیکلی چې پکې راغلي، طالبان خپلواکي نه لري او کړنې یې د کوم بل هېواد د استخباراتو او نظامي چارواکو تر څار لاندې دي.
ذبیح الله مجاهد په خپره کړې اعلامیه کې د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، دا ډول خبرې له حقیقت څخه لېرې او بې اساسه دي.
په اعلامیه کې راغلي، طالبان د آزادۍ ساتلو لپاره هم قربانیو ته چمتو دي او دا ډول دسیسې نه شي کولای د خلکو په منځ کې د دوی باور کمرنګه کړي.
د یادونې وړ ده چې په دغه کتاب کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو، ډېورنډ فرضي کرښې، د پخواني حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې او ګڼو نورو مسایلو په اړه خبرې شوي دي.