افغانستان د نړۍ د اوو وږو هیوادونو په لیکه کې شامل شو
(last modified Thu, 04 May 2023 06:36:12 GMT )
May 04, 2023 11:06 Asia/Kabul
  • افغانستان د نړۍ د اوو وږو هیوادونو په لیکه کې شامل شو

له ملګروملتو سره د اړونده یو اورګان د راپور په اساس و افغانستان د  نړۍ د  هغو اوو هیوادونو په لیسټ کې شامل شو چې ښاریز ئې  له لوږې،او بې وځلۍ سره لاس او ګریوان دي.

د ملګرو ملتو د خواړو او کرهڼيزو  چارو ادارې پخپل وروستي راپور کې  وئيلي دي،په ۲۰۲۲کال د پرله پسې څلورم ځل لپاره  دهغو کسانو شمیر چې  په نړۍ کې د خوړو له  ناکامنئ سره مخ دي ، زیات شوی  دی.

دغه راپور ښئ چې په ۲۰۲۲کال کې په ۵۸ هیوادونو کې کابو دوه سوه اته پنځوس  میلیون کسان د خوراکي نامنئ سره  مخ وو،په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱کال کې په سیمې او ۵۳هیوادونو کې دغه شمیر ۱۹۳میلیون کسان وو.

د خوراکي بحرانونو او ترینګلتیاؤ په باب دنړیوال راپور په اساس،په ۲۰۲۲ کال کې  د خوړو  ناامنئ زیاتوالی یویشت اعشاره اوو ته رسیدلی، چې دغه وضعیّت  په ۲۰۲۱کال کې یویشت اعشاریه درې ؤ . ددغه راپور په اساس، په سومالیه کې  د وږو کسانو  شمیر ۵۷فیصدو ته رسیدلی ؤ، په داسې حال کې  چې  دغه شان بوږنونکي  شرائط  په افغانستان بورکینافاسو ،هایئټي ، نیجریه ،جنوبی سوډان او یمن  کې  رامینځةشوي دي.

  ددغو راپورونو  احصایئې تآئيدوي چې  د سونګو،ضروري خوراکي شیانو،په تیره بیا د غنمو  په نړیوال تجارت او تولید کې د  روسیې او اوکراین د لازیات مشارکت په دلیل  په اوکراین کې د جنګ اغیزو پخ نړیوال خوراکي امنیت  باندې ناخوښ اثرات  اچولي دي .  

Image Caption