طالبانو د ملګروملتونو په سرمنشي ګوټریش نیوکه وکړه
صدای افغان خبري اژانس وايي طالبانو په افغانستان کښې د پراخې بې وزلۍ په هکله د ملګروملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټریش څرګندونې رد کړې.
ګوټریش پینځه ورځې مخکې د قطر د غونډې په پاې کښې ویلي وو چې افغانستان له ستر اقتصادي مشکل سره مخامخ دی او د هیواد نوي(۹۰) فیصده ښاریز له بې وزلۍ او شپږ میلیونه خلک له قحطۍ سره مخامخ دي او اتویشت میلیونه نور خلک هم سمدستي مرستو ته ضرورت لري.
د طالبانو د موقته حکومت د مالیې وزارت پرون په یوې بیانیې کښې د افغانستان د اقتصادي حالت په هکله د ملګروملتونو د سرمنشي وروستۍ څرګندونې له حقیقت څخه لیرې او غیر عادلانه وبللې.
دغه وزارت واک ته د طالبانو د رسیدا په پلمه د امریکا لخوا د افغانستان د مرکزي بانک د لس میلیارډه ډالرو شتمنیو کنګل کولو ته اشاره وکړه او د واشنګټن دغه اقدام یې ظالمانه وباله او زیاته یې کړه د امریکا له ظالمانه اقداماتو سره سره د طالبانو د موقته حکومت بریالی اقتصادي کړچار د ملي پیسو د ارزښت د ساتل کیدا او د اوڅاره بانکي فعالیت سبب شوی دی.