طالبانو په کابل کښې درې سړي تښتونکي وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132988-طالبانو_په_کابل_کښې_درې_سړي_تښتونکي_وژلي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست وایي چې په کابل کې یې یو تن سوداګر له تښتوونکو ژغورلی او درې تنه انسان تښتوونکي یې وژلي دي.
(last modified 2023-05-17T01:26:56+00:00 )
May 17, 2023 05:53 Asia/Kabul
  • طالبانو په کابل کښې درې سړي تښتونکي وژلي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست وایي چې په کابل کې یې یو تن سوداګر له تښتوونکو ژغورلی او درې تنه انسان تښتوونکي یې وژلي دي.

د استخباراتو ریاست په یوه ټویټ کې لیکلي، چې ځانګړو ځواکونو یې د جواد په نامه یو تن چې د پنجشېر ولایت د حصه اول ولسوالۍ اوسېدونکی دی  او یوه میاشت مخکې له کابل ښار څخه تښتول شوی و، د تښتوونکو له منګولو ازاد او کورنۍ ته یې وسپاره.

سرچینې زیاته کړې چې په دې عملیاتو کې د ولي، اکبر او ویس په نومونو درې تنه انسان تښتوونکي وژل شوي دي.

 

د استخباراتو عمومي ریاست لخوا په یوه خپره شوې ویډیو کې له انسان تښتوونکو ژغورل شوی جواد وایي، چې پلار یې سوداګر دی ، کابل کې ریسټورانټ لري او د پیسو لپاره یې تښتولی و.

بلخوا د جواد ورور احمد فواد وایي چې ورور یې د کابل د دویمې ناحیې اړونده له قصابۍ کوڅې څخه تښتول شوی و.

هغه زیاته کړه چې تښتوونکو له دوی څخه د یو میلیون ډالر غوښتنه کړې وه، خو دوی استخباراتو ریاست ته خبر ورکړ او هغوی ورته ډاډ ورکړ چې ورور به یې پیدا کوي.

 

فواد وایي چې ۲۸ ورځې وروسته د استخباراتو ځانګړو ځواکونو  یط له یوې نښتې وروسته ورور خوشې کړ.

د استخباراتو ریاست دغه راز وايي ‏چې د کابل_جلال آباد پر لویه لار د اختطافګرو يو ۴کسیزه ډله هم نيولې چې غوښتل یې د رفیع الله په نوم یو تن موټر چلوونکی اختطاف او موټر ترې واخلي.

د استخباراتو رياست په اعلاميه کې راغلي له نیول شویو غلو څخه ۲قبضې تفنګچې، یوه پایه مخابره، ولچکونه او نظامي لباسونه هم ترلاسه شوي دي.