افغانستان کې یوه چورلکه لوېدلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133178-افغانستان_کې_یوه_چورلکه_لوېدلې
د افغانستان د سمنګانو ولایت چارواکي وایي، د دې ولایت په خْلم ولسوالۍ کې یوه پوځي چورلکه ولیدلې.
(last modified 2023-05-21T05:25:49+00:00 )
May 21, 2023 09:40 Asia/Kabul
  • افغانستان کې یوه چورلکه لوېدلې

د افغانستان د سمنګانو ولایت چارواکي وایي، د دې ولایت په خْلم ولسوالۍ کې یوه پوځي چورلکه ولیدلې.

افغانستان کې یوه چورلکه لوېدلې

د افغانستان د سمنګانو ولایت چارواکي وایي، د دې ولایت په خْلم ولسوالۍ کې یوه پوځي چورلکه ولیدلې.

په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس امداد الله مهاجر رسنیو ته ویلي چې دغه چورلکه نن پنجشبنه له غرمې مخکې د خْلم ولسوالۍ په صیاد سیمه کې لویدلې.

هغه زیاته کړې، دوه چورلکو چې په یاده سیمه کې یې الوتنه کوله، ترې یوه وغورځیده، خو په رامنځته شوې پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو یوې سرچینې ویلي چې چورلکه د برېښنا ستنې سره تر لګیدو وروسته نسکوره شوې او په کې دوه پیلوټان هم وژل شوي دي.

د دې پېښې په اړه د طالبانو د دفاع وزارت تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی.