د افغان حاجیانو لومړۍ ډله سعودي ته ورسیده
د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت د حج فریضې ادا کولو په نیت سعودي عربستان د افغان حجاجو د لومړۍ ډلې د استولو خبر ورکړ.
د افغان حاجیانو لومړۍ ډله سعودي ته ورسیده
د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت د حج فریضې ادا کولو په نیت سعودي عربستان د افغان حجاجو د لومړۍ ډلې د استولو خبر ورکړ.
د دغه وزارت په وینا، په لومړۍ جوپه کې تېره شپه د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه ۳۴۶ افغانان سعودي عربستان ته روان شول چې نن د پنجشنبې په سهار ورسیده.
د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، دوی به سږکال د څلورو هوايي ډګرونو له لارې شاوخوا ۳۰زره افغانان د حج فریضې ادا کولو په نیت سعودي عربستان ته ولېږدوي.
تېر کال له افغانستانه ۱۳زره ۵۸۲ کسان د حج فریضې ادا کولو په نیت سعودي عربستان ته تللي وو. د حج او اوقافو وزرات ویلي، سږ کال به پر هر تن د حج د ادا کولو له درکه ۳زره ۹۲۴ ډالره لګښت راشي.