بامیانو کې د ۲۴ روغتیايي مرکزو د رغونې چارې پيل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133298-بامیانو_کې_د_۲۴_روغتیايي_مرکزو_د_رغونې_چارې_پيل_شوې
د افغانستان د باميانو په مرکز او شپږو ولسواليو کې د ۳۵.۵ ميليونو افغانيو په لګښت د ۲۴ روغتيايي مرکزونو د ترميم او رغولو چارې پيل شوې.
(last modified 2023-05-23T10:02:21+00:00 )
May 23, 2023 14:24 Asia/Kabul
  • بامیانو کې د ۲۴ روغتیايي مرکزو د رغونې چارې پيل شوې

د افغانستان د باميانو په مرکز او شپږو ولسواليو کې د ۳۵.۵ ميليونو افغانيو په لګښت د ۲۴ روغتيايي مرکزونو د ترميم او رغولو چارې پيل شوې.

بامیانو کې د ۲۴ روغتیايي مرکزو د رغونې چارې پيل شوې

د افغانستان د باميانو په مرکز او شپږو ولسواليو کې د ۳۵.۵ ميليونو افغانيو په لګښت د ۲۴ روغتيايي مرکزونو د ترميم او رغولو چارې پيل شوې.

سیمه ییز مسؤلین وایي، د دغې روغتیايي پروژې لګښت د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له لوري ورکول کېږي او ټاکل شوې د باميانو ولايت د اوو ولسواليو په لرو پرتو سيمو کې چې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري، جوړ شي.

تمه ده چې په بامیانو کې د یادو شویو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو او ترمیم په بشپړېدو سره به د دغه ولایت د اوسېدونکو روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي ستونزې راکمې شي.