د افغانستان ۱۷ میلیونه خلک د درملنې له خدماتو بې برخې دي
(last modified Thu, 25 May 2023 22:48:46 GMT )
May 26, 2023 03:18 Asia/Kabul
  • د افغانستان ۱۷ میلیونه خلک د درملنې له خدماتو بې برخې دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان څه د پاسه اولس میلیونه خلک د خپلو درملیزو ضرورتونو د تامینولو توان نلري.

افغانستان همدا اوس د امریکا د پوځیانو د شل کلن نیواک او د جنګ له کبله له اقتصادي او انساني کړکیچ سره مخامخ دی او د امریکا دغه نیواکګرۍ او جنګ د افغانستان د روغتیايي او د اقتصادي بیخ بنایانو د تباه کیدا سبب شوي دي.

په افغانستان کښې د ملګروملتونو د بشر دوستانه مرستو غږملونکي دفتر «اوچا» پرون وویل په دغه هیواد کښې د روغتیا او د درملنې خدماتو ته د اړمنو کسانو شمیر اولس میلیونو او شپږ لکو ته رسیدلی دی.

اوچا وویل په افغانستان کښې د پینځلس میلیونه او د شپږ لکه کسانو د درملنې او د روغتیايي خدماتو د پوښښ لپاره پینځه سوه میلیونه ډالرو ته ضرورت شته.

ملګروملتونو ټینګار کړی دی چې په افغانستان کښې د درملنې د خدماتو په برخه کښې پانګونې ته پام نه کول به د دغه هیواد د کمزورو کسانو د مړینې د زیاتیدا سبب شي.