پوله ایزې شخړې یوازې په خبرواترو او دوامدارو هڅو سره حل کیږي
ایران او افغانستان دسرحدي موضوعګانو په باب د حقیقت موندونکي پلاوي په لیږلو سره سلاشول
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران او افغانستان په پولو کې د تیرو ورځو په شخړو پسې په افغانستان کې د ایران د سفارت او د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ترمیځ تماسونه او مکاتبې وشوې او په دې سره سلا شول چې د سرحدي ترینګلتیاؤ د ارزونې او سپړنې لپاره حقیقت موندونکی پلاوی ولیږدول شي.
داپه داسې حال کې دي چې د دوه ورځې مخکې د سیستان او بلوچستان ولایت په پولې کې د افغانستان د نیمروز ولایت له خوا دطالبانو په ډزو پسې حالات تر یوه ترینګلي شوي وو ،خو په موقعې د دواړو هیوادونو اړونده مسئولانو په مشورو او تماسونو سره وضعیّت کنټرول شوی او په عین حال کې د ایران د اپوځ دمځکني ځواک قوماندان سردار کیومرث حیدري او د پولیسو عمومی قوماندان جانشین سردار رضائی هم د وروستیو شرائطو دارزونې لپاره نوموړو سیمو ته سفر کړی او حالات ئې له نزدې ارزولي دي.