د طالبانو د انرژیو د وزارت سرپرست:
د ایران د اوبو د ونډې مساله په خبرو هوارېدایشي
د طالبانو د انرژیو د وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د ۱۳۵۱ تړون له مخې د ایران د اوبو د ونډې د مسالې په هوارولو ټینګار وکړ.
د ایرنا له راپور سره سم، د طالبانو د برېښنا او انرژیو سرپرست وزیر عبداللطیف منصور طلوع نیوز ته وویل: د اوبو مساله باید سیاسي نه شي او لمسوونکو خبرو څخه باید ډډه وشي.
منصور په دې باور دی چي د ایران او افغانستان تر مینځ د اوبو په سر لانجې د هلمند د تړون له مخې هوارېدایشي.
هغه زیاته کړه: مونږ د اوبو او د برېښنا د وزارت دریځ په دې اړه روښآنه کړی دی، مونږ تړون ته ژمن یو، وچکالیو کې چي اوبه نه وي باید د تړون له مخې کار وشي چي هرڅه په کښې ذکر شوي دي.
د طالبانو د انرژیو سرپرست وزیر جوته کړه: له دې مخکې مو هم ویلي وه چي مونږ دواړه اسلامي او ګاونډي هیوادونه یو او له یو بل دیني اړیکې لرو، زمنږ ګڼ شمېر کډوال ایران کې اوسیږي، مونږ دغو مسایلو ته په کتو سره نه غواړو یوه تخنیکي مساله دې دومره سیاسي شي چي منفي تبلیغات یې دواړه ولسونه سره بېل کړي، منفي خبرې د دواړو لورو په ګټه نه دي.